جبهه مردم افغانستان
(جما)
د افغانستان ولس جبهه
Afghanistan people’s front

د بزګر دبچي غږ

د بزګر دبچي غږ

ستره ملاکه نور ستا ژغ په غاړه وړلی نشم
ستا د پښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
چه په څپیړه دی وهلم ما به خړخړ کتل
کله به ناست وم نولجن کله پلار ته ژړل
اوس زلمی شوی یمه ستا ظلم زغملی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
ته کرار ناست يي زه شپه ورځ یمه په کار کې لګیا
په ګیده وږی تن می لوڅ دی ژوند کوم په بیدیا
مری دې نیسمه خپل مزد درپریښودلی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
ستا باداري زما مزدوري به وي تر کومه وخته
ته روغ رمټ زما رنځوري به وي تر کومه وخته
پلار مې ستا وکړه غلامي زه یې منلی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
زما په غوښو دی آبادی کړې مانۍ منارې
سرې دې کړی زما غریب په وینو بلډنګ کتارې
آخر به زما شی خپل حقه حق دربښلی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
زما هډوکی ږدی تعمیر کی دګاډر په نامه
سترګی می ږدی په دیوالو کی د مرمر په نامه
بس دی په خپل بدن ماڼۍ آبادولی نشم
تا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
تل خوښوی غټان له ځانه زما په زړه او ځګر
مست دی کړل واړه لعینان زما دلاس به ثمر
ډیر دې حلال کړل ګوره زه حلالیدلی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
د جوار په څیر به دی کوتکو لاندې وپړڅوم
له شدادۍ شان او شوکت نه به تا وغورځوم
ستا چم و چل راته معلوم شو غولیدلی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
خاشه می مه ګنه ډیر ټینګ غیرت ایمان لرمه
وینې به توی کړم له تانه ډیر غټ توان لرمه
ډیر دی ایثار کړم پس له دې ایثاریدلی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
ستا غټه ګیده به کړم څیری لرم لاس کی غټ لور
حق دی رانه‌ګړ په خوښۍ اوس به یی اخلم په زور
نور دکتړۍ په شیشکانو ویریدلی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
دتا په وینو څو ونه‌وینځمه لاس او پښی
ورکی به نشی له وطنه دظلمونو ریښی
اوس خوځیدلی یمه شاته تمبیدلی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم
دحق نارې په هر لور اورم غوږونه لرم
زه به هم غږ کړمه په زړه کی ډیر دردونه لرم
زه «سخندان» دبزګر زوی نور صبریدلی نشم
ستا دپښو لاندی ځپلی ژوند کولی نشم

بیان دیدگاه