جبهه مردم افغانستان
(جما)
د افغانستان ولس جبهه
Afghanistan people’s front

(نارینه ډاکټر؛ د ناروغو ښځو لپاره محرم نه دی/ طالب چارواکي)

لیکوال: احمدزی اکبر

نو آیا د طالبانو لخوا د ښځو وهل تکول، روا دي؟

ایا دا اسلامي شریعت یوازې په افغانستان کې نافذ دی؟

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په ښځو بې شمېره محدودیتونه لګولي دي. ددغو محدودیتونو لګول ښځې د ټولنیز ژوندانه په بېلابېلو برخو کې په بشپړ ډول څندې ته کړي دي. د زده کړې او کار له حق نه د ښځو بې برخې کولو تر څنګ، روغتيايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی یې هم محدود کړی دی. ښځې او نجونې د طالبانو د دغې سپارښتنې پر بنسټ تر دې وروسته روغتیايي خدمتونو ته له ازاد لاسرسي هم بې برخې شوي دي. طالبانو په تېرو ۲۹ میاشتو کې، په بېلابېلو ولایتونو کې، پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو یو شمېر مقررات لګولي دي.

بلخواه، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په ښځو بې شمېره محدودیتونه لګولي دي. ددغو محدودیتونو لګول ښځې د ټولنیز ژوندانه په بېلابېلو برخو کې په بشپړ ډول څندې ته کړي دي. د زده کړې او کار له حق نه د ښځو بې برخې کولو تر څنګ، روغتيايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی یې هم محدود کړی دی. ښځې او نجونې د طالبانو د دغې سپارښتنې پر بنسټ تر دې وروسته روغتیايي خدمتونو ته له ازاد لاسرسي هم بې برخې شوي دي.

روغتیايي مرکزونو ته له شرعي محرم پرته د ښځو د ورتګ له منع کېدلو وروسته، د طالبانو د امر به معروف او نهی عن المنکر اداره ویلي دي چې ناروغې ښځې حق نه لري چې د کورنۍ د نورو ښځو له لوري روغتونونو ته ولېږدول شي. د دغه بنسټ په خبره، په روغتیايي مرکزونو کې له ناروغو ښځو سره د ښځینه پایوازانو اوسېدل، «غیر اخلاقي او غیر شرعي» عمل دی

هغه ښځې او نجونې چې طالبان یې په مختلفو پلمو زندانونو ته اچوي، د طالبانو له خوا په بې رحمانه ډول وهل او ټکول کیږي، دا شرعي حکم دی او دا هغه مخونه دي چې ځانونه د دین پلویان بولي.

نور بس دي، موږ باید دا ومنو چې د دې ملت چوپتیا ډیر د شرم وړ دی.٢٤ جدى ١٤٠٢ م

May be an image of 1 person and snake