جبهه مردم افغانستان
(جما)
د افغانستان ولس جبهه
Afghanistan people’s front

پرمختللي هېوادونه او سوسياليستي انقلاب

سپرغی سپرغی

ډېرۍ وخت پوښته کېږي چې ولي په پرمختللو پانګوالي هېوادونو کې – چېرته چې د مولده ځواکونو او توليدي مناسباتو تر منځ نه پخلاکېدونکی تضاد چې سوسياليستي انقلاب په تاريخي اړتيا بدلوي⁦، شتون لري – انقلاب نه ترسره کېږي؟

په ياد بايد ولرو چې پانګوالي توليدي بڼه کې شته تضاد د انقلاب عيني شونتيا پنځوي خو دا شونتيا يوازي د هغه ټولنيز ځواک پوسيله چې د کارولو وړتيا يې لري، په واقعيت اوړي او دا ځواک د مارکسيستي ګوند تر مشرتابه لاندې د کارګري طبقې او غير پرولتري پرګنو تر منځ يووالی تشکيلوي؛ چې داسې يو ځواک په ډېريو هېوادونو کې پخوالي ته نه دې رسېدلي. د دې امر ګڼ علتونه شتون لري چې ځينو ته يې په لاندې توګه اشاره کوو:

۱:- د کارګري طبقې تر منځ د اختلافاتو او په وړاندې یې د هغي هوښياري بورژوازي شتون چې د پخواني سياسي اصل – ووېشه او حکومت وکړه – څخه په استفادې د کارګرانو يوه برخه په پانګوالي افسانو تېر باسي؛

۲:- د کارګرې طبقې په منځ کې د هغوی مشرتابه ته د بډو ورکولو پوسيله د اريستو ‌کراته قشر په رامنځته کولو سره د کار او پانګې تر منځ د تضاد کچه راټيټول؛

۳:- د سوسيال – پانګوالي خيرات – ترويجول؛ تر څو زيارکښان له بنسټيزي مبارزې څخه غافله او منحرفه کړي؛

۴:- پرمختللي پانګوالي هېوادونه د وروسته پاته هېوادونو کډوال – ځوانه بشري ځواک – خپل کاري چاپيريال ته داخلوي او د خپلو وګړو په نسبت يې په ټيټه بيه ګوماري، «دا کار پانګوالو ته دوه ډوله ګټي سياسي او اقتصادي ور په برخه کوي»، لومړی دا چې د کارګري طبقې تر منځ اختلافاتو ته زمينه مساعدېږي او دوهم دا چې د سود نرخ د اضافي ارزښت په ډېروالي سره ډېرېږي؛

نه يوازي پورته ياد لاملونه د انقلاب د رامنځته کیدو او بري مخه نيسي بلکې بورژوازي سياسي ماشين – دولت – د خپلو نظامي ارګانونو « پوليس، فوځ، استخبارات » او نورو لومپن عناصرو د وحشت، دهشت او خپل ايډيالوژيکي نفوذ « کليسا، سياسي، اقتصادي، فرهنګي رواني جګړې او نورو څخه په استفادې خپل مادي او معنوي مناسبات بيا ځلي زېږوي…

May be a black-and-white image of crowd

بیان دیدگاه