کابو دریم کال په پوره کیدو دی، چې د اسلامي امارت واکداري د کورني نه مشروعیت او بهرني په رسمیت نه پیژندنې له امله، د غڼې په نري تار ځانګي او همدغې تشې له وجې ده چې ام مولوي صاحبان د ګڼو ستونځو سره، ښکر په ښکر دې او ام ټول افغان ولس ورسره کړیږي او ځوریږي.
پنځه کاله د پاسه یوه پیړۍ وړاندې یانې په ۱۹۱۹م. کال کې، زموږ د ځمکې په کره کې یوازي چې لا د (۵۹) هیوادونو په فضا کې د خپلواکۍ بیرغ رپیده او کله چې د کابل والي شهزاده امان الله خان د عیدګاه په جومات کې، د ازادۍ په نامه خپله توره له تیکې راوویستله، په دې اعلام سره، افغانستان په اسلامي نړۍ کې لومړی او په ټوله نړۍ کې د (۶۰) ازاد هیواد په صفت، په لومړی ګام کې له شوروی او د انګلیس سره دریم جګړې ورسته بیا، انګریزانو له خوا ام په رسمیت وپیژندل شو.
نا ویلي دې نه وي چې، دا مهال د لومړي نړیوال جنګ(۱۹۱۴-۱۹۱۸) په ترڅ کې چې، د تزارې روسې (۱۹۶) کلنه امپراتوری، په روسیه کې لومړی ۱۹۱۷ د فبروري په میاشت کې دیموکراتانو ړنګه کړه وه او د دیموکراتانو اته میاشتینې واکداري بیا د اوکتوبر په میاشت کې، مارکسیستانو رانسکوره کړله او د مارکسستانو واکدارۍ ام د نړۍ په کچه هیڅ چا په رسمیت نه پیژندله، په دې اساس افغانستان لومړی هیواد ؤ چې په خپل رسمیت پیژندنې سره یې، دوې ته مشروعت وباښه او مارکسیستانو بیا څه د پاسه اوه لسیزي، په روسیه کې خپله واکداري وچلوله، چې روسیه یې د پوځي او اقتصادي اړخه، د نړۍ په دویم ځواکمن هیواد بدل کړ. د و.ا.لنین دا پیغام مې د روسي ژبې نه پښتو کړی او له دې وجې چې لیکنه اوږده نه شي، د دې پیغام مخینې او د لومړي نړیوال جنګ په اړوند به په نورو لیکنو کې رڼا خپره کړو.
—–
د افغانستان امیر اعلیحضرت امان الله خان
ستاسو قدرمن استازی ښاغلي محمد ولی خان، ستا خورا باارزښته لیک راوسپاره، له دی چې د روسیې او افغانستان د سترو ولسونو تر منځ مو د دوستۍ اړیکو ته، له خپل اړخ څخه ګڼډه ورکړه او موږ ته مو د نیکو هیلو پیرزوینه څرګنده کړی ده، منندوی یم.
له کله نه چې تاسو، خپل هیواد د ازادولو پاره تکل وکړ، د همهغو ورځو نه روسیې د ګارګرانو – بزګرانو حکومت ام سمدستی او په ډیر درنښت سره، ستاسو د نوی نظام بشپړه خپلواکی په رسمیت وپیژندله او د مسکو او کابل تر منځ اړیکو د لا ټینګولو پاره یې، (هملته) رسمي سفارت پرانیست.
اوسمهال چې مخ په غوړیدو افغانستان په نړۍ کې، یواځنی اسلامي خپلواک هیواد ګڼل کیږي، دا برخلیک ام یو ستر تاریخې رسالت در په غاړه کوی، چې ټول غلام مسلمان ولسونه، په خپل محور راټول یو موټې او ځان پسې یې د خپلواکۍ او ازادۍ په لار بوځي.
ګرچې، روسیې د کارګرانو ـ بزګرانو حکومت، ستاسو په هیواد کې په خپل سفارت سپارښتنه کړې وه چې تاسو سره، د ښه ګاونډیتوب او سوداګریزو اړیکو ټینګولو برسیره، د دواړو ولسونو د لا زیاتو ګټو پاره، د نورو دوستانه تړونونو په اړه ام وغږیږی، لکه څنګه چې تاسو په خپل لیک کې یادونه کړي چې، انګریز هڅه کوی چې تاسو د خپلو نږدې ګاونډیانو نه انزوا او د مختلفو توطئو او دسیسو په طرحه کولو سره، ستاسو د سوله ایز پرمختګ مخې ته خڼډونه ام جوړوی، زموږ د تړونونو موخه ام نړۍ د همدغه لوټمار ښکیلاک په وړاندې، تاسو سره لاس یو کول او په ګډه مبارزه کول دي.
څنګه چې زه ستاسو د لیک په لوستلو او د قدرمند استازی ښاغلې محمد ولي خان له مرکې څخه پوه شوم، چې د دغه ګډ دښمن د ځپلو په اړوند، تاسو له موږ سره، همغږی او یوه خوله یاست خو، پوځي مرستو ته اړتیا لري، بیا خبره چې داسې ده نو د کارګرانو ـ بزګرانو واکداران به د زړه په سترګو نه مازې په پراخه پیمانه وسلو او مهماتو باندې، ستاسو پوځ ځواکمن کړي، بلکې تر څنګ به یې، موږ ستاسو د هغو حقوقو رغونه ام وکړو، چې د روسیې-افغان په پوله باندې ستاسو خاورې په برخه کې، زموږ پخوانیو تزاري چارواکو تر پښو لاندې کړی، ما په دی تړاو ستاسو قدرمند سفیر ته وړاندیز او په خپلو ترکستاني چارواکو باندې امر وکړ چې، په سرحدی سیمو کې، ستاسو خاوری د پراخولو په موخې دی یو ګډ کمیسیون، د عدالت او د مېشتو ولسونو د آزادې ارادې پر بنسټ، سرحدی پولې په ټاکلو کې جوړجاړۍ وکړی، دا کمیسیون به ستاسو د خوښي ورسته همدم کار پیل کړي او هیله ده چې، د روسیې او افغانستان د هوکړه لیکونو لاسلیک کولو سره هممهاله، دوې ام په کابل کې خپله پریکړه اعلام کړي.
بله دا چې، زموږ مؤظفو مامورینو، د رادیو(مخابرې) په وسیله د خپلو ګاونډیو هیوادونو له چاروکو نه وغوښتل چې، اروپا او امریکا په لور ستاسو د سفارت پلاوی ته د وړاندی تګ اجازه ورکړي، خو د همدغو ښکیلاکګرو چې تاسو په خپل ارزښتناک لیک کې ام یادونه کړی، د فتنو له لاسه موږ پاتې راغلو چې، په دې برخه کې ستاسو د سفارت محترم پلاوی ته، ستاسو جلالتمآب پلان د اجنډا له مخې اسانتیا راولو، نو دوې مې په عزت سره رخصت کړل چې وړاندې سفر تګ پاره بله لار ولټوی. په پای کې روسیې د ستر ولس او د کارګرانو ـ بزګرانو د حکومت په استازولۍ زه : تاسو جلالتمآب ته شخصاً او ټول افغان ولس ته، له ټولو نیکو هیلو سره، د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم.
خلقي کمیسارانو د شورا مشر – و.ا. لنین
مسکو، کریملن.
۲۷.نوامبر ۱۹۱۹ کال.

