جبهه مردم افغانستان
(جما)
د افغانستان ولس جبهه
Afghanistan people’s front

طالبانی واکمنو ! د ولس شعور سره لوبې بس کړۍ!

د افغانستان په معاصر تاریخ کې، ډېرې واکمنۍ او حکومتونه راغلل او لاړل، ځینو وحشت او استبداد وکړ، ځینو چور تالان او پراخ فساد وکړ او ځینو د پردیو  په مټ جوړ ګوډاګی واکمنی وکړه؛ خو دا د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دوۍ نه یوازې پر خلکو  د وسلې په زور واکمنی او نظام جاری کړې، بلکې دوۍ د خلکو پر فکر، شعور، ذهنیت او په راتلونکي برخلیک بیباکه برید او لوبې پیل کړۍ دۍ.

کله چې په ۲۰۲۱ کال د دوحې (د طالبانو-امریکی ښکیلاک استازو ) د تړون په بهیر کې، طالبانو ته واک ور ولیږداوه، او بیا په اګست کې کابل ته ننوتل هغوی د فساد د ختمولو، امنیت د ټینګښت او ملي واکمنۍ هوډ او ژمنې کولې او افغانستان یی د ټولو وکړو ګډ کور و باله. خو اوس د پنځو کلو، د زور خفګان او جبر واکمنۍ په ترڅ کې اساسي پوښتنه دا ده چې آیا په افغانستان کې :

⁃ تر اوسه زمونږ د ټولنې کومه ملي یا ولسی پیژاندل شوې ستونځه په ملی او یا نړیواله سطحه حل شوې ده؟

⁃ آیا د افغانستان استقلال، آزادی، ملی واکمنی او زمکنۍ بشپړتیا زمونږ د ولس په خپل واک کې ده؟

⁃ ایا د څه دپاسه پنځه څلویښتو کلو جګړې وروسته زمونږ هیواد والو خپله ملی واکمنی د ملی آزادی په رڼا کې تر لاسه کړې ، او یا لږ تر لږه زمونږ ولس د ژوند ستونځو د حل لارې چارې پیدا کړی؟

⁃ ایا د افغانستان د مظلوم ولس فقر او وزګاری نه د خلاصون کومه لاره ګودر پیدا شوی؟ او که سربیره په داخلی ستونځو، افغانستان ته له پاکستان او ایران نه د افغان مهاجرینو د راستنیدل، دا لړۍ لا نوره هم ستونځمنه او هډماتونکی خطرناکه حالت ته ټیل وهل شوې ده؟

⁃ ایا د طالبانو د سخت دریځه کټاسه واکمنتیا نړیواله انزوا هواره شوې او که د تروریستی ډلو ټپلو د تور داغ غچ لا تر اوسه په ملی او نړیواله کچه زمونږ د ربړیدلی ولس  زخمی تن او وجود نه په ډیر سپکاوی او بیباکۍ اخیستل کیږی؟

⁃ ایا د نجونو د زده کړې او په ټولنه کې د ښځو د کار ستونزې حل شوی او یا کومه لاره ګودر یی څرګند شوۍ تر څو دې سم نیم نه زیات نفوس ته چې په پوره جنسیتی تبعیض ورسره چلند کیږی د سا او نفس تازه کولو فرصت ورکړل شی؟

⁃ ایا د افغانانو اساسي حقوق په فردی او ټولنیز لحاظ        ( آزادی، ولسواکی، د خبرو آزاد نظر حق، له توکمیځ توپیر پرته ټولنیز- اقتصادی، او کلتوری پرمختګ، د ټولنیز عدالت پلی کیدل) د قانون په رڼا کې خونديتوب موندلۍ؟

حقیقت دا دی چې د دغو پوښتنو ځواب په غوڅ قاطعیت سره منفي دی.

د طالبانو په آند، دوۍ سوچه محمدی – غرا شریعت په هیواد کې پلۍ کړۍ، هماغه څوارلس نیم سوه کاله مخکې اسلامی نظام. د نورو هیوادو اسلامی نظامونه له معاصر عصر او ټکنالوژی سره همغږۍ شوۍ ؛ خو د طالبانو اسلام له اندونیزیا څخه تر مراکش پورې، له سعودي عربستان ( داسلام بنسټ ایښودونکۍ) څخه تر ترکیې، امارات، او قطر آن د طالبانو د پیر او پیشوا پاکستان پورې له آسمان تر مځکې پورې کره توپیر لری. هغو هیوادو چې د اسلام مرجع او مبدا دی دښځو او نجونو د تعلیم او  کار هېڅ اسلامي ستونځه پکې نشته، خو زمونږ په هېواد کې د نجونو د تعلیم او کار په هکله شرعی ستونځه وجود لری او مخالفت یی کیږی. نو پوښتنه دا ده چې ولې دا یو بام او دوه هوا ؟ دا ولې یوازې په افغانستان کې د اسلام په نوم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او ښځو ته په ادراتو کې د کار دروازې تړل کېږي؟ دا نو بیا کوم ځانګړۍ اسلام دۍ؟!!!

د طالبانو د واکمنۍ په راتګ زرګونه مسلکي متخصصین، استادان، ډاکټران، انجینران او علمي کادرونه او شخصیتونه له هېواده وتلو ته اړ شول. څه فکر کوۍ چې دا د مغزو تېښته په یوازې څومره ستر تاوان او ستره علمی او فرهنګی تشه ده چې دلسګونو کلو  علمی زیار او کوشش په لړ کې یی سر و سامان موندلۍ و. دا علمی پانګه د افغانستان د ملت د راتلونکی ټولنیز ژوند د پرمختګ لپاره ملی شتمنی وه چې ضایع شوه. دا تشه نه بخښونکې، نه جبرانیدونکې او څرګند جنایت دی!

بل لور ته، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوسنۍ تش په نوم تاوتریخوالۍ او ناندرۍ دی چې د پاکستان د هوایی بریدونو په مټ تر سره کیږی. دا په حقیقت کې زمونږ بیوزله ولس یی په نښه کړۍ او ورنه هره ورځ قربانی اخلی او وژل کیږی. دا ناروا کار، د پاکستان د سیستماتیکی ژورې پالیسۍ یوه ستراتیژی ده چې لویدیځ سره په همغږۍ او طالبانو سره په تفاهم په افغانستان کې تر سره کیږی. پاکستان یو اړخ کې غواړی چې د امریکا په لمسون افغانستان بی ثباته او د ترهګرو ځاله وښایی، بل اړخ کې لویدیځو هیوادو په سر کې امریکایی ښکیلاک ته د مطمئن ملګری په صفت د ترهګرۍ پر ضدمبارزه کې د ترهګرو د له منځه وړلو ابتکار یی تر لاسه کړۍ ؛ بل اړخ کې د مهاجرینو په شړولو خپل لاسپوڅې طالبانی واکمنی د نفوس زیاتوالۍ ، د مهاجرینو د راستنیدو په بهیر په کې د مهاجر په نوم د خپلو جاسوسانو لېږل افغانستان  ته ( لکه څنګه چې په ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۱ پورې د غرب په تیره دایټالیا ، انګلیسان او المان په مرسته افغانستان ته ځینې جواسیس ولیږل شول) اوس په بیا ځلی افغانستان کې استخباراتی نیرو او جواسیس ځاۍ په ځاۍ کول په حقیقت کې د پاکستان د ژورې ستراتیژی اصلی پالیسی او لامل دی چې په راتلونکې کې د افغانستان ولس لپاره ستر سرخوږۍ را منځ ته کوی.

د اوسنۍ مصنوعی جګړې او ناندریو ترشا یو تیاره هدف پټ دۍ ، چې په لمړی ځل یی د پلی کیدو لپاره وار دمخه زمونږ د خلکو احساسات د پاکستان د تجاوز او هوایی بریدونو په وړاندې راوپارول. دلته په افغانستان کې د وطن دفاع په عنعنوی او تاریخی لحاظ د هر افغان لپاره سور خط ده. نو ځکه په افغانستان کې یو دم د پاکستان پر ضد یو ملی سرتاسری د وطن پالنی احساسات د ولس په منځ کې راپورته شو، ولس په یو عږ د وطن د دفاع په خاطر دطالبانی واکمنی تر شا و دریدل !؟

اوس د دې خونړی استخباراتی حرکتونو تیاره اړخ راسپړل د روڼ اندو ، ملی – مترقی متفکرینو، بی پری خپلواک سیاسې فعالینو مسولانه دنده ده، چې دا له سترګو غړانده اړخونو باندی په ډیر ځیر بیخچنه څیړنه وکړی، او یوه ملی خپلواکه روغه سیاسی کړنلاره چې پکې تر ټولو دمخه د هیواد او هیوادوال آزادۍ ، ملی واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او له توکمیز توپیر پرته، د یو پیاوړۍ خپلواک مستقل افغانستان سیاسی برخلیک چې ټولنیزه تګلاره او کړندلاره پکې خوندی وی؛ غوره شي. خاصتا دې ځانګړی لوری ته، کوم چې پاکستان په لس هاو کلونو د طالبانو لوړ پوړې رهبری، شوراګانې، روزنیز مرکزونه او لوژستیکی ملاتړی درلوده او دوۍ یی خوندي ساتل او  په پراخه کچه یی روزل، یو ناڅاپه څنګه کیداۍ شی چې خپلو ټولو زحماتو نه لاس په سر ، او په خپل لاس جوړ کړی نظام او په خپل لاس روزلو شاګردانو چې اوس دافغانستان واکمنان دی دښمن شی؟!!

دا څرګنده خبره ده چې سربیره په ایران او د منطقی ستر هستوی طاقت لرونکی ګاونډ هیوادو زمونږ ګران افغانستان کې په خاصه توګه د پاکستان بیسارۍ نفوذ، او د هغه ژورو ستراتیژیکو ګټو او سیمه‌ییزو محاسباتو د نیابتی ځواکونو په ذریعه د ستر رقابت سړه او توده جګړه روانه ده. په خواشینۍ سره اوس دا په لس هاو کلونه کیږی چې د دې جعلی شخړو او زرګری ناندریو قرباني بیا هم يواځې دافغانستان غم ځپلۍ ولس دۍ. دا ټوله سناریو په داسې حال په تراژیکه ډول روانه ده چې د پاکستان هوایی بریدونه د بیوزله کلیوالو او بی پنا ښاریانو کورونو په نښه کوی. خو شرلټانه ګوډاګی واکمنې کړۍ په دواړو غاړو (هم پاکستان او هم افغانستان) کې خوندي او روغ رمټ دی حتی د یو طالب په افغانستان کې او د یو پاکستانی پوځی پوزه په پاکستان کې هم وینی شوې نده. په پاکستان هیڅ پوځی په جګړه کې مړ نشو او په افغانستان کی یو طالب چارواکۍ هم مړ نشو. یوازی او یوازی عام وګړی دی چې په دواړو خواو کې وژل کېږي بې وزلي ماشومان بی موره او پلار پاتی کیږی، میندی کونډې کېږي ، ماشومان یتیمان کېږي، کورونه او ودانۍ او دهیواد زیربنا ړنګیږی او په دې توګه دعام وګړو ژوند یی د تباهۍ او ستر انسانی بحران له ګواښ سره مخ کړۍ دۍ.

بشری تاریخ ثابته کړې چې هر هغه نظام چې د ټولنې او ولس د ازادۍ، علم، ټولنیز عدالت او آزاد فکر او شعور سره جګړه کړې، په پای کې د ولس د ارادې او غوڅ دریځ پر وړاندې ماته خوړلې او نسکور شوی دی. د شوروي اشغال د ولس په ستر او لرغونی پاڅون نسکور او مات شو. د اخوانی جګړه مارو ډلو خونړۍ واکمني او ورور وژنه پای ته ورسېده.د فاسد لاسپوڅی جمهوري نظام د ډالرو په مستۍ له اخ و ډب او له فساد ډک نظام هم هم ونړېد؛ نو د تاریخ په دې لنډ منظر کې چې مونږ په خپلو سترګو دا نړیدل او نسکوریدل ولیدل، نو طالب بیا څوک ده چې د ملت د غوښتنو پر ځای د زور، وېرې او انحصار پر بنسټ ولاړ ده؟ طالب د تاریخ له همدې قانون څخه مستثنا نه دۍ( الملک یبقی مع الکفر و لا یبقی مع الظلم).

افغانستان د نوې ملي ویښتیا، علمي انقلاب، فکري آزادۍ او ریښتیني بنسټیز بدلون، د ولس په اراده ولاړ ملي  واکمنۍ ته اړتیا لري. داسې ولسواکه واکمنی چې ښځینه او نارینه دواړه پکې برابر انساني حقونه ولري، د قوم او ژبې تو پیر پر ځای وړتیا معیار وي، او د هېواد برخلیک د ولس په مستقیمه اراده وټاکل شي، نه د ټوپک او استخباراتي معاملو په وسیله.

د ملتونو تاریخ په خاص ډول دافغانستان څه د پاسه پنځو لسیزو په ترڅ کې د افغانستان ټول ولس شاهد دۍ، چې د جهل ماڼۍ هر څومره چې لوړې او پیاوړی شي، د پوهې او علم د رڼا پر وړاندې تاب او توان نه شي لرلاۍ ضرور به نسکوریږی دا دتاریخ دیالکتیکی قانون دۍ. هغه ورځې لرې ندی چې افغانستان به هم طالبانی تاړاک تورو تیارو او دجهل تمبو ترشا په یو مظبوط عزم او هوډ د ازادۍ او ملی واکمنۍ غږ لوړ کړی، دا تغییر زمونږ د پښې يبله او بی وزله ولس په تڼاکه لاسونو ترسره کیږی، ځکه راتلونکی د کتاب، قلم او شعور دی، نه د بندیز، وېرې، تاړاک  او استبداد.

لیکوال: کلیوال

د جون ۱۴ ، ۲۰۲۶

2 پاسخ به “طالبانی واکمنو ! د ولس شعور سره لوبې بس کړۍ!”

  1. Sahil Tallash

    زه د متن له ډیرو استدلالونو سره موافق یم خو زما په نظر د افغانستان د بحران اصلی ریښې ته رسیدل سخت کار دی. کله چې تاریخ ته ګورم یو شئ خو راته ډیر واضح ښکاره کیږی هغه دا چې مونږ همیشه د خپلو ناکامیو لپاره یو بیرونی عامل لټوو، کله پاکستان، کله آمریکا، کله طالب او کله هم دننی عاملونه چې قوم او مذهب دی ددی بحران اصلی لامل ګڼو. خو زه چې فکر کوم، دا ټولې پدیدې د یوې لویې ستونزې نښې اصلی ستونزه لا هم ناپیژندلی ده. د افغانستان اصلی مسئله نه طالبان دي، نه پاکستان، نه قوم او نه هم مذهب. د افغانستان اصلی مسئله ښځه ده. منظور مې دا ندی چې ښځه ستونزه ده بلکی د افغانستان ټول سیاسي، مذهبی، او ټولنیز نظم د ښځې د کنټرول په محور راڅرخی. په تیرو پنځوسو کلونو کې حکومتونه بدل شول، بیرغونه بدل شول، شعارونه بدل شول، ایډیالوژۍ بدلې شوې خو یو خبره بدله نه شوه؛ هغه هم د نظامونو ویر د ښځې له آزادۍ نه. کمونیستان، مجاهدین، جمهوریتیان او طالبان، دوی په سلګونو موضوعاتو کې اختلاف درلود، خو ښځو د آزادۍ په اړه یی هیڅلکه جدی اجماع رامنځته نکړه، منظور مې جدی ګفتمان دی چې په ټوله نړی کې روان دی او ډیالوګ پری کیږی. ځکه نو طالبان یوازې د یوې ژورې ټولنیزې ناروغۍ تر ټولو ښکاره او بی‌پردې نښه او بڼه ده. که نن یا سبا طالبان لاړ هم شي، خو هغه ذهنیت چې ښځه ته د دویم جنسیت یا درجې په سترګو ګوری بیا هم په دې خاوره کې پاتی کیږی. مونږ خو سیاسی علومو نه همدا زده کړی چې د آزادی تر ټولو دقیق معیار د ښځې ځای دی، کوم جغرافیا کې چې ښځه آزاده نه وی، نارینه هم په حقیقت کې آزاد نه وی، فکر بندی وی، انتخاب بندی وی او راتلونکی خو بیخی تیاره او د تصور نه لری شئ ښکاری. زه باور لرم چې افغانستان د بحران د حل پیل د سیاست نه کیږی، بلکی د ښځې څخه کیږی. هغه ورځ چې د افغانستان ښځه د زده کړی، کار، سفل، انتخاب او خپلواک ژوند پوره حق ولړی او هیڅ نارینه هغه ته تکلیف تعیین نکړی، هماغه ورځ به افغانستان خپلی تاریخی ناروغۍ د درملنی سره مخامخ شی او تر هغه وخته پوری به مونږ یوازی د ستونزو نومونه بدلوو، خو اصلی ستونزه به پر ځای پاتې وی.

    لایک

بیان دیدگاه