«مسیر» د افغانستان ولس د جبهې مرکزي نشراتي ارګان او دیموکراتیکو افکارو ناشر، پوره دوه کلن شو. دې میاشتنۍ جریدې د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمری په دویمه د افغانستان ولس لپاره د ملی انقلابی هوډ او دین د اداکولو په موخه، د خپل پیل لمړنۍ انقلابی غږ پورته کړ، ترڅو د امپریالیسم، د ښکیلاکی استبداد د لاسپوڅو، د اسلامی بنسټپاله ارتجاع، ټولنیزه بی عدالتی، او د اوسنی طالبانی قرون وسطایی واکمنې طبقاتی تاړاک او چاپیریال د ژورو تیارو په زړه کې ملی انقلاب غږ راپورته کړی، هغه غږ چې د زوریدلی ولسونو د زړونو له تل راپورته کیږی، د انسانی ژوند او ټولنیز عدالت سرچینه او د طبقاتی مبارزې رښتنی غږ دۍ ځلانده او روښانه وساتی.
«مسیر» زمونږ د طبقاتی ټولنې انقلابی ویانده ژبه، خپلواک بی پرې لید، د بیوزلو پرګنو د مظلومیت غږ او د فکري ژمنتیا ارګان خپل دوه کلن مزل په ډیر ویاړ بشپړ کړ، او د خپل انقلابی مسیر درېیم کال بهیر ته، په لا پیاوړې هوډ، اراده او نه ستومانیدونکی هلو ځلو مخ په وړاندې درومی.
«مسیر» د خپل دوه کلن انقلابی عملی دریځ او تګلارې په ترڅ کې وښودله چې د رښتنی مقاومت ژبه، د بزګرانو، کارګرانو، بیوزله کسبه کارانو او د ویښ وجدان غږ، د طبقاتی مبارزې د حقیقت هنداره او د بیوسه ولس د ارادې ژوندی انځور دۍ. دا له دې کبله چې دا غږ د هغو انسانانو غږ دی چې د ملی طبقاتی استبداد، بنسټپاله ارتجاع، د ښکیلاک دلاسپوڅو اومزدورانو، وینه زبېښونکی ټوپکمارو او هر ډول ظلم او بیعدالتۍ پر وړاندې یې لارښود انقلابی سنګر غوره کړۍ ده. «مسیر» په پوره باور د خپل روڼانده انقلابی بی پرې او بی تبعیضه خپلواک انقلابی دريځ، د افغانستان زوریدلی ولس سره اوږه په اوږه د ملی انقلاب په ګډ مارش کې خپله ونډه واخلی. په همدې موخه د هیواد د استقلال، آزادی، ملی واکمنی او ټولنیز عدالت پلی کولو په خاطر د هر ډول ملی – طبقاتی ستم او بیعدالتی په وړاندې یی خپل روښانه دریځ غوره کړۍ او بی امانه انقلابی مبارزه یی پیل کړې، تر څو د یو آزاد، آباد، خپلواک، سمسور او بی پرې پر مخ تللۍ افغانستان چې ټول وګړی پکې برابر او بی توپیره په ګډه کوربه وی؛ او خلک په خپله خوښه یو خپلواک نظام رامنځ ته کړی، غوښتونکۍ ده.
«مسیر» خپل ملی او انقلابی رسالت ګڼی، چې زمونږ زوریدلۍ ولس له سیاسي استبداد، ټولنیز ملی طبقاتی ناوړین، اقتصادي بېوزلۍ، نیابتی ډلو ټپلو شوکماری، توکمیز تاوتریخوالی، ټولنیز فرهنګي ژور توپیر او ناندری، بڼسټپاله دینی وسله والو ځواکونو واکمنی چې ګران افغانستان یی په خپلو کرغیړنو منګولو کی راګیر او له سختو کړاوو سره لاس په ګریوان کړۍ؛ له خپل انقلابی ملګرو بزګرانو، دهقانو، کارګرانو او بی وزله خواریکښو سره په ګډه، د ملی دموکراتیک انقلاب په بهیر کې د جګرې ځپلی هیواد کیښتۍ د بری ساحل ته ولیږدوی.
سره له دې چې نړیوال ښکیلاک، استعمار پورې تړلی بنسټپاله ارتجاع، او طالبانی خوسا نظام د افغانستان په برمته او زوریدلی ولس باندی خپل د غبن، ظلم او سانسور توره څرمن غوړولي، وزګاری او بی روزګاری د خلکو ژوند له ستر انسانی ناوړین سره مخ کړۍ، د نجونو په زده کړو او دښځو په کار او روزګار یی توکمییز جنسیتی بندیز لږولۍ، د بیان ازادي یی تر پښو لاندې کړې، د قلم خاوندان یی تر فشار لاندې راوستی، د آزاد ملی انقلابی افکارو پوره مخنیوۍ کوی، د هر ډول ملی ټولنیز خوزښت په وړاندی خنډ واقع کیږی او په پوره سانسور او وحشت خپله کرغیړنه ارتجاعی واکمنی کوی؛ خو «مسیر» خپله ملی انقلابی دنده بولی چې د ژغورنی، روڼاندی او ویښاوی روښانه مشعل لا روښانه ، د عدالت غوښتنې غږ لاو چت، څپانده او خپل ملی انقلابی هوډ او دخلکو په وړاندې خپل ملی تعهد وړاندې بوځی.
«مسیر» د افغانستان اوسنی توپانی شرایطو په منځ کې د انقلابی غورځنګ مخکښ په توګه د هیواد په ګوډ ګوډ کې خپل انقلابی مشعل روښانه ساتلۍ، د ناهیلۍ په شیبو کې د حق او عدالت پلویانو ته دفکر قوت او انرژی ورکوی او د مجازي فضا له لارې د خپل ژوبل هیواد او خوږمن هیواد وال بچیانو تر غوږونو د آزادۍ او ملی انقلاب پیغام رسول خپل رسالت ګڼی.
«مسیر» په تېرو دوو کلو کې پوره هڅه کړې چې د افغانستان، سیمې او نړۍ سیاسي بدلونو او ټولنیزو خوځښتو ته په ژور لید سره ډیر روښانه، بې پرې انقلابی دریځ، او د هېواد د برخلیک ټاکونکو مسئلو په اړه ملي او مترقي خپلواک دریځ باندې ټینګار وکړی او د ولس د حقونو، آزادۍ، ټولنیز عدالت، ملي يووالي او ټولنیز پرمختګ غږ پورته کړي. «مسیر» تل هڅه کړې چې د مظلوم ولس چیغه هېڅکله چوپه پاته نه شي، د مستقله ملی مقاومت روښانه ډیوه لا نوره هم ځلانده وساتل شی او د ملي شعور د ویښاوی پاڅون په کاروان کې د آزادۍ تر سباوون پورې خپل مزل ته په پوره ډاډ دوام ورکړی.
موږ ژور باور لرو چې که چیرې مسؤلانه روڼاند ګام او قلم، د ملی انقلابی ویښاوی په مټ د ولس منګولو ته ورشی، دا له هر ډول قوی او زورورې وسلې پیاوړې وي؛ په حقیقت باندې که هر څومره خاورې واړول شي، بیا هم په شکل داشکالو د رڼا سپرغۍ خپروی او خلک بالاخره پوهیږې او باور پیدا کوی؛ ولس که هر څومره وځپل شي، له تیرو ترخو تجربو په زده کړه هرو مرو د حقیقت رښتنی لارې ګودر د خپل پیاوړی واک اود ملی یو والی په انقلابی ویښاوی او یوستون تر لاسه کوی. له همدې امله، «مسیر» په خپل ټینګ هوډ د خپل درېیم کال په پیل، خپل زوریدلی ولس سره لاس په لاس د آزادۍ، استقلال، رښتنی ټولنیز عدالت، ملي خپلواکۍ او ټولنیز ژور بدلون د سپېڅلي آرمان د پوره کولو لپاره خپل فکري او انقلابی مورچل لاټینګوی، او د حقیقت چیغه او بیرغ به لا نور هم جګ او لوړ ساتي او د طبقاتی ملی مبارزې ستر کاروان سره به تر هغې مل وي، څو د افغانستان ولس د استبداد له زنځیرونو خلاص او د آزاد، عادلانه او انساني سباوون څښتن شي. نو له دې امله «مسیر» ته د دې ملی انقلابی رسالت او ملی دیموکراتیک غورځنګ کاروان سره ملتیا د لاپیاوړتیا او بریالیتوب هیله کوم.
په وړاندی د افغانستان د آزادۍ او ملی واکمنۍ په لور ملی- طبقاتی مبارزه د افغانستان زوریدلې ولس دخلاصون يوازنۍ لار ده
لیکنه: کلیوال آشنا
***
